تازه خبرونه
په کابل کې یوه ښځه د دوه یم ښځینه اولاد پر لامل مېړه وژلې
په کابل کې یوه ښځه له دې کبله، چې ولې یې دوه یم اولاد هم جینۍ شوه؛ د خپل مېړه لخوا وژل شوې ده.
د نهمې ناحیې اړوند په یکه توت سیمه کې یوه ځوانه ښځه د خپل مېړه لخوا په دې خاطر ووژل شوه، چې ولې یې جینۍ پیدا کړې او اوس یې د کور دروازه وتړل شوه.
د دې ښځې ټوله خسرګنۍ له دې پېښې وروسته تښتېدلې ده.
د پېښې لیدونکي وایي، وژونکی د خپلې ښځې له وژلو وروسته د خپلې کورنۍ له ټولو غړیو سره تښتېدلی؛ ګاونډیان یې، چې نه غواړي د کمرې مخې ته خبرې وکړي څرګندوي؛ وژونکی فریدون نومېده او د څو نورو جرمونو تور هم پرې پورې شوی دی.
دې پېښې د بشري حقونو او ښځو د حقونو د ملاتړو بنسټونو غبرګونونه پارولي.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون کمیشنره بنفشه یعقوبي دا کار جنایت بولي او وایي، چې دا پېښه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لوړه څوکه ښیي.
ډاکټران هم وایي، چې د طب له مخې د جنین جنسیت په ښځې پورې اړه نلري.
ډاکټر محمد هاشم وهاج وایي؛ که څه هم ښځې د هلک او جینۍ د جنسیت په ټاکلو کې رول نلري؛ خو په افغانستان غوندې بېرته پاتې هېواد کې ښځې په دې خاطر رټل کیږي، چې ولې جینۍ راوړي.
دیني عالمان د جینۍ او هلک تر منځ توپیر د شریعت له مخې ګناه بولي.
وموغوښتل په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولرو؛ خو له پرله پسې اړیکو سره بریالي نه شو؛ خو له دې مخکې یې ویلي وه، چې پولیس د وژونکي د نیولو په هڅه کې دي.