تازه خبرونه

په کابل کې یو شمېر سړیو له ښځو سره د خواخوږۍ په ښودلو چادرۍ په سر کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کابل کې یو شمیر سړیو له ښځو سره د خواخوږۍ په ښودلو یو سمبولیک حرکت تر سره کړ او چادرۍ یې په سر کړې.

چادري په سر دا څو تنه سړي وايي:

په دې کار سره غواړي وپوهیږي، چې د چادرۍ په سر کول څومره گران کار دی او ښځو څه ډول ور سره ځان عادت کړی دی.

مدني فعال علي رضا یاسا وايي:

چادري په سر ښځې اوس هم په افغانستان کې ځورول کیږي.

ځینې نور بیا وايي، چې چادري په سر کولو یې ساه ورتنگه کړه.

دوی غواړي په دې وپوهیږي، چې میرمنې څه ډول له ستونزو سرهمخ دي.

که څه هم چادري په افغانستان کې له پخوا رواج درلود؛ خو د طالبانو په واکمنۍ کې ښځو حق نه درلود، چې له چادرۍ پرته له کوره را ووځي.

دا لومړی ځل دی، چې نرینه ووپه سمبولیکه توگه چادرۍ په سر کړې او د بنديتوب احساس یې وکړ.

دا حرکتونه د ښځو د نړیوالې ورځې له را رسیدو مخکې تر سره شول.

Trending

Exit mobile version