تازه خبرونه

په کابل کې یو څارنوال ووژل شو

Published

on

د کابل پولیسو ويلي، چې نن سهار د کابل د اتمې ناحیې د کارته نو په اړوند سیمه کې یو څارنوال د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوی دی.

په کابل کې د لویې څارنوالۍ چارواکو څرګنده کړې، چې پر موټرسایکل سپارو دوه کسانو نن سهار د اتمې امنیتي حوزه د نوې کارتې په لومړي سړک کې د لویې څارنوالۍ د جرمونو د څېړنو کمیټې آمر حبیب وواژه.

د لوی څارنوالۍ د امنیت کمیسیون مشر ويلي، چې د څارنوالۍ د جرمونو د کمیټې رییس حبیب په هدفي برید کې وژل شوی دی. هغه زیاته کړې، چې عدلي او قضایي ارګانونه اوس له ډېر ګواښ سره مخ دي.

د لویې څارنوالۍ د امنیت کمیسیون مشر څرګنده کړې، چې په یوه اوونۍ کې دوه څارنوالان د “ترهګرو” ډلو لخوا وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې عدلي او قضایي ارګانونه اوس ډېر له ګواښونو سره مخ دي.

تر اوسه هیچا د برید مسوولیت ندی منلی.

تېره اوونۍ پامیر فیضي نومی پوځي څارنوال هم په کابل کې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوی دی.

Trending

Exit mobile version