تازه خبرونه

په کابل کې ۱۳ داعش غړي مړه او یا نیول شوي

Published

on

د ملي امنی ځانګړیو ځواکونو په ډاګه کړې، چې تېره شپه په کابل کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د داعش جنګیالیو ۵ کسان ووژل شول او ۸ نور نیول شوي دي.

د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د څرګندونو له مخې؛ له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې تېره شپه د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ د کوچکین کلي ۵ استوګن داعشیان د دوه نرینه وو او درې ښځینه وو په ګډون ووژل شول او د دوه ماشومانو په ګډون ۸ ونیول شول.

داعشیان یوه میاشت مخکې په اړوند سیمه کې یو کور په کرایه نیسي، او د ملي امنیت په وینا، له همدې ځایه خپل بریدونو پلانوي.

د ملي امنیت لوی ریاست د ځانګړیو ځواکونو قطعې مرستیال حکیمي ویلي، په دې عملیاتو کې، چې تېره شپه پیل شوي وه تر سهاره څه نا څه لس ګړۍ روان ول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې عملیاتو کې د درې ښځو په ګډون پېنځه داعشیان وژل شوي او د دوه ماشومانو په ګډون اته نور نیول شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ دغو داعشیانو په څو خونړیو بریدونو کې لاس درلود، چې د عبدالعلي مزاري د تلین په نمانځغونډې کې ترهګریز برید او د ولسمشر د لوړې مراسمو پر مهال توغندیز بریدونه هم په کې شامل دي.

په شکردره ولسوالۍ  کې د ملي اردو  مسوول سلیم شاه ویلي؛ داعش او هره بله ډله د امتیاز تر لاسه کولو لپاره د بریدکولو هحې کوي.

د تر لاسه شویو وسلو له مخې داسې ښکاري، چې داعش جنګیالیو پرمختللې وسلې هم له ځان سره درلودې؛ ډرون کمرې هم په کې دي، چې جګړه کې کلیدي رول لري.

 د سیمې اوسیدونکي وايي، دې کسانو د سیمې له خلکو سره خپلوي نه درلوده او شکمن ول.

دغه راز ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو دوه سرتېري هم وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.

دغه راز د دغې نښتې په پای کې یو شمېر وسلې او مهمات هم امنیتي خواکونو ته پاتې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي امنیت  ځانګړیو ځواکونو له تېر یو کال راپدیخوا د کابل په شمال کې د داعش څو پټنځایونه پېژندلي او له منځه وړي دي.

Trending

Exit mobile version