سیمه ییز خبرونه
په کابل کې ۲۲ تنه د وسله والو غلاوو په تور نیول شوي دي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
پوليس وايي، په كابل كې يې ۲۲ كسان د وسله والو غلاوو او ترهګريزو فعاليتونو په تور نيولي دي. د كابل امنيه قومنداني وايي، چې پوليسو په كابل كې د ټاكنو د ټولو مركزونو امنيت په بشپړه توګه خوندي كړى دى.
د كابل امنيه قومندان جنرال ظاهر ظاهر وايي:
دوه تنه هغه كسان يې نيولي، چې غوښتل يې كوه سافي ته وسلې ولېږدوي په همدی وخت کې د کابل د امنیی قومندان زیاتوي، هېچا ته به اجازه ورنكړي، چې امنيتي حالات ګډوډ كړي.
د پوليسو لخوا نيول شويو كسانو پر خپلو كړنو اعتراف كړى دى.
مسئولين وايي، چې په كابل كې يې د ټاكنيزو مركزونو امنيت خوندي كړى دى.
د كابل امنيه قومنداني له كابل ښاريانو غواړي، چې د امنيت په لاټينګښت كې له پوليسو سره همكاري وكړي.