تازه خبرونه

په کابل کې ۵ نښلیدونکیو ماین چاودنو یو ملکي او دوه سرتېري وژلي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۶, ۱۳۹۹)

د کابل امنیتي چارواکو منلې، چې نن (شنبه د مرغومي ۶) ۵ چاودنې د ده سبز ولسوالۍ او کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې رامنځته شوي، چې دوه سرتېري او یو ملکي یې وژلي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د کابل پولیسو ويلي، چې نن سهار شاوخوا ۹ بجې د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې په شهید څلور لاري کې پر رینجر نښلول شوي ماین په چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او یو ملکي ټپي دی.

پولیسو زیاته کړې، چې یوه بله چاودنه د کابل د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې پر رینجر موټر له نښلول شوي ماینه رامنځته شوې؛ دوه سرتیري یې ټپیان کړي دي.

د پولیسو په وینا، بله چاودنه د کابل د اتمې امنیتي حوزې د  چمن حضوري په اړوند کې رامنځته شوې؛ خو ځاني زیان نه لري.

د کابل پولیسو دا هم منلې، چې د کابل د ۱۹ حوزې اړوند پر رنجر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې، چې په یو ملکي وګړی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

په ورته وخت کې یوې امنیتي سرچینې آریانا نیوز ته ویلي، چې د اردو پر یو رینجر موټر د ده سبز ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د نښلیدونکي ماین چاودنه شوې ده.

سرچينې په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل، خو وايي، چې پېښه ټپيان لري.

له بلې خوا د کابل یو شمېر اوسیدونکيو په ټولنیزو رسنیو کې ويلي، چې تېره شپه تر نن سهار پورې امنیتي ځواکونو د  د خیرخانې د نوې پروژې ټولې لارې بندې کړي او موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

ویل کیږي، چې امنیتي ځواکونو د یو توغندیز برید د مخنیوي لپاره هڅې کولې.

Trending

Exit mobile version