تازه خبرونه
په کاسا زر پروژه کې افغانستان ته برښنا نه ورکول کیږي
د انرژۍ او اوبو وزارت مسوولین یې علت اقتصادي ستونزې بولي.
د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال بدالبصیر عظیمي وایي، مونږ هغه کنورتر، چې باید په پلخمري کې جوړ شوی وای؛ د لوړ قیمت له کبله نشو را نیولي. اوس يي بدیل رانیسو، چې بک توبک نومیږي او هغه برښنا، چې باید له دې پروژې څخه افغانستان ته ورکړ شوې وای، هغه هم پاکستان ته ترانزیت کوو او مونږ به نوره برښنا له ترکمنستان څخه وارده کړو.
د صنعت کارانو ټولنه د حکومت پر دې پرېکړې نیوکه کوي او وایي، چې دغه پرېکړه د پاکستان د فشار پایله ده.
دوی په ډاګه کړې؛ په پام کې وه، چې په دې درې سوه میګاواته برښنا سلګونه فابریکې چلیدلې وای او زرګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره شوې وای.
د صنعتکارانو ټولنې مرستیال عبدالجبار ساپی د صنعتکارانو ټولنې مرستیال وایي، مونږ د انرژۍ او اوبو وزارت دغه کار غندو. زمونږ لسګونه فابریکې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې اړوند برښنا ته په تمه دي. دوي باید هغه حقوق، چې په دې پروژه کې افغانستان درلوده په پوره ډول سره وا خلي. که داسې ونه شي؛ نو دا بیا د دې ملت په حق کې لوی خیانت دی.
د کاسا زر پروژې کار په روان کال کې پرانیستل شو؛ د قزاقستان او تاجکستان برښنا پاکستان ته د افغانستان له لارې لیږدول کیږي او کار به د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې بشپړ شي.
خبریال: اسلم حجاب