نړۍ

په کامرون کې د وسله‌والو په برید کې ۲۰ ملکي وګړي ووژل شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۶, ۱۴۰۲)

سیمه ییزو چارواکو د دوشنبې پر ورځ ( د لړم ۱۵نېټه ) څرګنده کړې، چې سهار وختي وسلهوالو د کامرون په لویدیځ کې پر یوه ښارګوټي برید وکړ او پر خلکو یې، چې پر خوب ویده ول؛ ډزې وکړې، چې له کبله یې ۲۰ ملکیان ووژل شول.

حکومتي چارواکو د برید پړه پر انګلیسي ژبو لږکیو او بېلتون غوښتونکیو اچولې، چې له ۲۰۱۷ ز. کال راپدیخوا له کامیرون څخه د امبازونیا پر نوم د خپلواک هېواد غوښتنه کوي.

وسله‌والې ډلې تل د کامرون په شمال لویدیځ او سویل لویدیځ کې پر خلکو بریدونه کوي، خلک تښتوي او وژني. داسیمه فرانسوي ژبي وګړي لري.

تر اوسه کوم کس یا ډلې په رسمي بڼه د دغه خونړي برید مسوولیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

امنيتي چارواكي د پېښې ځاى ته رسېدلي او د پېښې له څېړلو خبر ورکوي.

په دې پېښه کې لږ تر لږه ۷ کسان ټپیان شوي، چې اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

Trending

Exit mobile version