نړۍ

په کاناډا کې د جاسټین ټروډو ګوند پارلماني ټاکنې وګټلې

Published

on

(Last Updated On: وږی ۳۰, ۱۴۰۰)

د کاناډا لومړي وزیر جاسټین ټروډو ټاکنې پر لږ توپیر وګټلې؛ خو په پارلمان کې د اکثریت څوکیو پر ترلاسه کولو بریالی نشو.

جاسټین ټروډو په تېرو څو میاشتو کې د کرونا ویروس پر وړاندې پر ناسمې مبارزې او اقتقادي ننګونو پر رامنځته کولو له کبله له پوره نیوکو سره مخ و.

ټروډو څو اوونۍ مخکې د له وخت مخکې ټاکنو غوښتنه وکړه، چې  که په پارلمان کې اکثریت رایې خپلې کړي؛ نو حکومت ته به “نوې څېره” وروبښي.

له بلې خوا د کاناډا محافظه کار ګوند، چې خورا هیله من و؛ په دوه یم ځای کې راغی.

د راپورونو له مخې؛ د کاناډا لومړي وزیر جاسټین ټروډو د هېواد یوې کوچنۍ غونډې ته هم وینا کړې ده.

د راپورونو له مخې، د کرونا ویروس د خپریدو او د رامینځته شويو محدودیتونو له کبله به خلک د ټروډو بریا ونه نمانځي.

د ټاکنو څارونکیو ویلي؛ په داسې حال کې ، چې کرونا ویروس مخ پر پراخېدو دی، خو نوموړي د ۵۰۰ میلیون ډالرو پر لګښت ټاکنې تر سره کړې، چې دا کار به یې ګرانښت زیانمن کړي.   

Trending

Exit mobile version