نړۍ

په کاناډا کې د ډزو له کبله ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

د کانادا د بریتش کولمبیا په ولایت کې د دوشنبې پر ورځ سهار وختي له یو لړ ډزو  څخه د د شکمن وسلوال په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

رویټرز د پولیسو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې ډزې د وینکوور ښار په لینګلي سیمه کې نیمه شپه پیل شوې او څلور کسانو ته د یوه وسلوال له لوري مرګ و ژوبله واوښته.

دوه نرینه مړه او یو بل نرینه او یوه ښځه ټپیان شوي دي؛ خو د ټپي ښځې روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

ویل کیږي، چې پولیسو ۲۸ کلن سپین پوستی کانادایي وګړی اردن دینیل ګوګین په ټپي حالت کې لیدلی، چې بیا د پولیسو لخوا پر ډزو ووژل شو.

پولیسو په ډاګه کړې، چې ګوګین له دې مخکې کومه جرمي اړیکه نه لرله او په پېښه کې بل څوک ښکېل ندی.

ویل کیږي، چې په ۲۰۲۰ کال کې پر خلکو له ډزو ۲۰ کسان وژل شوي وه، چې د دغې پېښې لپاره وسلوال د پولیسو یو جعلې موټرکارولی و. په کاناډا کې هغه کسان وسلې ګرزولی شي، چې جواز ولري.

Trending

Exit mobile version