تازه خبرونه

په کاناډا کې ۳۰ زره کلن بشپړ کوچنی مومیایي شوی فیل موندل شوی

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۷, ۱۴۰۱

د کاناډا د یوکان په دودیزه سیمه کې د سې شبنې پر ورځ د سرو زرو یوه کان کیندونکي په بشپړه توګه ساتل شوی یا مومیایي شوی بشپړ کوچنی فیل موندلی دی.

ګومان کېږي دا د کنګل د پېر ښځینه وړین مومیایي ماموت به ۳۰ زره کاله لرغونی وي.

د شمالي امریکا سیمه ییز حکومت د رسنیزو څرګندونو له مخې، دغه ښځینه کوچنی فیل نون چوګا نومول شوی، چې په هان ژبه کې غټ کوچنی څاروی ژباړل کیږي.

د یوکان حکومت دغه فیل په ۲۰۰۷ کال په روسیه کې له موندل شوي فیل سره پرتله کړی، چې د سایبیریا په اړوند کنګل شوې سیمه کې موندل شوی و.

په روسیه کې موندل شوی فیل لیوبا نومول شوی، چې شاوخوا ۴۲ زره کاله لرغونی دی.

د دې وړۍ لرونکي فیل نسل پخوا له منځه تلی او لرغونپوهان یې په لټه کې ستړي شوي هم دي.

لرغونپوهانو ویلي؛ دا تر ټولو بشپړ ښځینه مومیايي‌شوی وړین ماموت دی، چې په شمالي امریکا کې موندل کیږي او د نړۍ په کچه د خپلې بڼې دوه یم هغه دی.

د یوکان لرغونپوه ګرانت زازوله ویلي؛‌ نون چو ګا ښکلی او د کنګل د پېر زړه راکښونکی مومیایي څاروی دی،‌ چې تر دې دمه موندل شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا فیل له نیمګړتیاوو پرته پوره او بشپړ خوندي شوی؛ د پښو نوکان، پوستکی، ویښتان یا وړۍ، ټول وجود او حتا کلمې یې له لاسوهنې پرته خوندي پاتې دي او د وروستي خوراک واښه یې اوس هم د لیدنې وړ دي.

په ۱۹۴۸ کال د یوکان د ګاونډ الاسکا د سرو زور په یوه کان کې هم د یوه کوچني فیل پاتې شوني موندل شوي و او هغه ایفي نومول شوی دی.

وړین فیل، څه نا څه د آفریقایي فیل کچه لرله، چې نږدې ۴۰۰۰ کاله پخوا پر ځمکه ګرځیده. پخوانیو انسانانو دوی د خواړو لپاره ښکارول او د هنري وسایلو او استوګنې لپاره یې د فیل هډوکي او عاج کارول. ساینس پوهان په دې اړه، چې آیا ښکار یا د اقلیم بدلون د دوی د ورکیدو لامل شوی که نه؛ سره وېشل شوي دي.

Trending

Exit mobile version