تازه خبرونه
په کانکور آزموینه کې سږکال بیا هم یوې نجلۍ لوړې نمرې وګتلې
د آزموینو ملي ادارې څرګنده کړې؛ د ۱۴۰۰ لمریز هجري کال د کانکور آزموینو په پایله کې له کابله سلګۍ نومې یوې نجلۍ د درې سوه دوه پنځوس اعشاریه پېنځه سوه پېنځه اویا نمرو په تر لاسه کولو لومړی مقام خپل او د کابل طبي پوهنتون ته یې لار پیدا کړه.
هغه په کابل کې د محمداکبر خان پامیر له ليسې فارغه شوې ده.
دغه راز په کابل کې د محمد غبار د لیسې فارغ احسام الدین د درې سوه دوه پنځوس اعشاریه پېنځه سوه ۳۳ نمرو دوه یم او د حبیبیې لیسې زدکوونکي ثناالله د ۳۵۰ اعشاریه اته سوه نمرو پخپلولو درېیم مقام خپل او د کابل طبي پوهنتون ته ویاړمن وبېژندل شول.
دا راز له کابل بل څخه یو بل زدکوونکي صدام د ۳۴۹ اعشاریه څلور سوه دري اتیا نمرو په ګټلو، ارشاد د ۳۴۷ اعشاریه اته اویا او محمد منصور د ۳۴۷ اعشاریه پېنځه سوه دوه شپیته نمرو په خپلولو څلورم، پېنځم او شپږم ځایونه خپل کړل.
په سږني کانکور آزموینه کې یو سل و نهه نوي زره اووه سوه پېنځه ویشت کسانو نوم لیکنه کړې وه، چې یو سل و نهه اویا زره نهه سوه نهه ویشت زدکوونکي په کې حاضر ول، چې اته شپېته زره نهه سوه دېرش تنو لوړو زدکړو ته بریالي شوي، یوولس زره څلور سوه پېنځه دېرش نیمه لوړو زدکړو او نوي زره خصوصي تحصیلي بنسټونو ته ورپېژندل شوي.
د یادونې ده، چې تېر کال هم شمسیه نومې یوې نجلۍ د څه باندې ۳۵۳ نمرو په تر لاسه کولو بریالۍ شوې وه، چې د کابل طبي پوهنتون ته لار مومي.