تازه خبرونه
په کاپیسا ولایت کې مدني فعاله فرشته ترور شوه
کورنیو چارو وزارت ومنله، چې نن ماښام پېنځه بجې د دې ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ د ده نو د عزت خېل په اړوند کلي کې مدني فعاله میرمن فرشته کوهستاني او د هغې ورور شهرام د موټرسایکل سپرو لخوا وژل شوي دي.
کورنیو چارو وزارت پېښه تائید کړې؛ خو وایي، چې د میرمن فرشتې ورور شهرام ټپي دی او روغتون ته لېږدول شوی دی.
دغې سرچینې زیاته کړې، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
له دغې هدفي وژنې څو دقیقې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو خپله غصه په ډاګه کړې او چارواکي یې پر بې تفاوتۍ تورن کړي دي.
د فیسبوک یوه کارونکي د فرشتې کوهستاني پر وژل کیدو خفګان ښکاره کړی؛ خو د ولسمشر د ۶:۳۰ بجو غنډو ته په نغوته کې څرګندوي، چې طالبان له دغو غونډو ډېر فعال دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د چارشنبې پر ورځ د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ (فیفا) مشر یوسف رشید د کابل ښار د اوومي امنیتي حوزې د تڼیکوټ په اړوند سیمه کې خپل کور ته نږدې د موټرسایکل سپرو پر ډزو وژل شوی دی.
