بلخ @ps

په کاپیسا کې یوې چاودنې اووه کسه ټپیان کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کاپیسا ولایت د جمال آغه ولسوالۍ د حصه دوم په اړوند سیمه کې د چاودیدونکیو توکو پر لامل، چې  په یو موتر سایکل ځای په ځای شوي وه؛ اووه تنه ټپیان شوي دي.

د کاپیسا پولیسو منلې، چې په اړوند سیمه کې چاودنه شوې او ټپیان د پنجشیر روغتون ته لیږدول شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې یو دیګ بخار په سیمه کې تر لاسه شوی او کیدای شي، چې چاودیدونکي توکي  په همدې دیګ کې ځای په ځای شوي وي. 

Trending

Exit mobile version