نړۍ

په کراچۍ ښار کې له یوې چاودنې د درې چینایانو په ګدون ۴ کسان ووژل شول

Published

on

د پاکستان په کراچۍ ښار کې نن (سې شنبه د غویی ۶) له یوې چاودنې درې چینایان او د هغو یو پاکستانی موټر چلوونکی ووژل شول.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی؛ د چینايي وګړیو یو موټر په داسې حال کې چاودنې ښکار شو، چې د کراچۍ پوهنتون په انګړ کې پر لاره و.

د جيو نيوز د خبر له مخې؛ په پېښه کې د دغه پوهنتون د چيني ژبې د ښوونیز مرکز د مشر په ګډون درې چینایان وژل شوي دي.

دغه راز په دې چاودنه کې د یوه چینايي په ګډون څلور نور کسان ټپیان دي.

د کراچۍ پولیسو ويلي، د لومړنیو څېړنو له مخې ښايي چاودنه د یوې ځانمرګې بریدګرې لخوا، چې حجاب یې اغوستي و؛ کړې وي.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د برید پړه پر غاړه نده اخیستې.

Trending

Exit mobile version