پرمختګ او بشپړتیا

په کرنیز نظام کې له خصوصي سکتوره ملاتړ څرګند شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

اجرائیه ریاست وایي؛ په کرنیز نظام کې باید خصوصي سکتور ته ونډه ورکړ شي او له هغو کسانو باید ملاتړ وشي، چې په کرنه او مالدارۍ اخته دي.

عبدالله عبدالله په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو له درې ورځني نندارتون څخه د لیدنې پر مهال په کرنیز نظام کې  خصوصي سکتور ته په ونډه ورکولو ټینګار وکړ.

دی وایي، په دې کار به د افغانستان کرنیز محصولات معیاري شي او حکومت ترې ملاتړ کوي.

اجرائیه رییس عبد الله عبدالله وایي، مونږه باید د کرنې د معیاري کولو لپاره خصو صي سکتور ته ونډه ورکړو او د هغوی د ملاتړلپاره دولت چمتوالی لري په تېر کې د کرنې په برخه کې لازم کار نه دی شوی.

دکرنې او مالدارۍ وزارت ویاند لطف الله راشد وایي، له دې درې ورځني نندارتون څخه شاوخوا ۷۶ زره کسانو لیدنه کړې او د میلیونونو افغانیو تړونونه هم لاسلیک شوي دي.

د هغه په وینا؛ په دې نندارتون کي له ټول هېواد څخه بزګرو ته ونډه ورکړ شوې او تر ډېره بریده يې خپل تولیدات پلورلي هم دي.

د کابل دکرنې رییس عمر جان منګل وایي، د کابل له ټو لو ولسوالیو څخه بزګرو خپل تو لیدات نندارې ته وړاندي کړي او له خپلو پلورل شویو تولیداتو رضایت لري.

د نندارتون برخه وال وايي، چې په تېرو دوه ورځو کې ډې سیمه ییز تولیدات وپلورل شول او غواړي، چې دغه راز نندارتونونه ډېر شي.

دوی زیاتوي، مونږه د لته راغلي یو او  بېلابېل خوارکي تو کې مو رانیولي؛ خو د تېر په پرتله یې بیې لوړې شوې دي.

د افغانستان کرنیز نظام عصري شوی نه دی او اوس هم په دې برخه کې له پخوانیو میتودونو کاراخیستل کیږي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version