سوداگري
په کرنیز ډګر کې د پرمختګ لپاره د بزګر، پانګوال او څانګوالو همغږۍ ته اړتیا ده – د کرنې وزارت
د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینو ويلي؛ هڅه کوي، چې د کرنې په سکتور کې د بزګر، پانګوال او د کرنې د سکتور د څانګوالو ( متخصصینو ) ترمنځ همغږي نوره هم پراخه شي.
د کرنې او مالدارۍ وزیر د کرنیزو څېړنو انستیتیوت د کرنې ورځ تر نامه لاندې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال ويلي، چې افغانستان یو اړین کرنیز هېواد دی؛ خو اوس هم په عمل کې د کرنې سکتور له ګڼو ستونزو سره مخ پاتې دی.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د څرګندونو له مخې؛ له هغمږۍ پرته به د ټولو کرنیز فعالیتونو ترسره کول مثبته پایله ونهلري.
نوموړي زیاته کړې؛ ترهغې، چې د کرنې په سکتور کې مسلکي حرکت را منځته نهشي؛ د هېواد د کرنې په سکتور کې په ځانګړي توګه د غلېداني په برخه کې به ځان بسیاینې ته ونهرسیږو.
د کرنې وزارت مسوولین وايي، که څه هم د هېواد په بېلا بېلو برخو کې پر کرنه پانګونه شوې؛ خو د نه همغږۍ له کبله له ستونزو سره مخ شوې ده.
د کرنې او مالدارۍ وزیر عطا الله عمري ویلي: ترهغې، چې زمونږ بزګر، پانګوال او د کرنې د سکتور د څیړنیز مرکز غړي همغږی کار ونهکړي؛ په هېواد کې به د کرنې نظام مثبته پایله ونهلري. مونږ هڅه پیل کړې، چې همغږي زیاته کړو او کروندګر مو په هېواد کې د تحلیل او تصدیق شويو تخمونو پر کارولو د محصولاتو په ډګر کې څخه ځان بسیایني ته ورسیږي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو د څېړني د انیستیتیوت رییس ويلي، چې هڅه کوي د هېواد بزګرو، بڼوالو او ټولو هغه کسانو ته، چې د کرنې په سکتور کې کار کوي؛ اصلاح شوي او تصدیق شوي تخمونه وړا ندې کړو. دمګړۍ بریالي شوي یوو، چې د هېواد په کچه ۴۶ ډوله دغنمو اصلاح شوي تخمونه برابرکړو.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د څېړنیز انسټیټیوټ رییس نصرت الله طلحه وایي؛ مونږ د کرنیزو محصولاتو د تحلیل او تصدیق په برخه کې پوره وړتیا لرو او بېلابېلو نړیوالو بنسټونو هم همکاري کړې ده. مونږ هیله لرو، چې وزارت د څېړنیزو فارمونو د پراختیا لپاره ځمکې راکړي.
د کرنې د برخي شنونکي هم د دې غونډې ګډونوال دي او وايي، چې افغانستان د کال ۶ اعشاریه ۳ میلیون متریک ټن غنموته اړتیا لري، چې په روان کال کې ۵ اعشاریه ۲ متریک ټن ته رسیږي. تر هغې، چې د هېواد بزګر په کور دننه له اصلاح شوي تخمونو ګټه پورته نهکړي؛ کرنیزې ناخوالې به مو هم سمې مدیریت نهشي.
د پوهنتون استاد محمد قاسم عبیدي څرګنده کړې : مونږ د اصلاح شويو تخمونو د تنظیم په برخه کې کلونه کلونه کار ته اړ تیا لرو او په دې برخه کې مونږ فعالیت هم کوو؛ خو بزګر اوس هم له تصدیق شويو تحمونو له کارولو ډډه کوي.
د اقتصادي چارو د شنونکیو د څرګندونو له مخې؛ تر هغې، چې د هېواد د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې لویه پانګونه تر سره نهشي او د دې سکتور د صنعتي کولو لپاره عملي هڅې تر سره نهشي؛ په هېواد کې به پر اقتصادي ستونزو بریالیتوب ناشونی وي. د کرنې وزارت دې په دې سکتور کې د پانګونې لپاره زمینه پراخه کړي.