سیمه ییز خبرونه

په کليو کې د رايه ورکوونکو ګرځنده نوم ليکنه په رسمي توګه پيل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، په کليو کې د رايه ورکوونکو ګرځنده نوم ليکنه د شنبي په ورځ ( د تلې ۶) په رسمي توګه پيل شوه، چې له دې كاره يې موخه هغو كسانو ته د راى كارت د ترلاسه كولو د زمينې برابرول دي، چې د نوم ليكنې له مركزونو د ليرې والي له امله يې تر اوسه كارتونه نه دي اخيستي.

له كله، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاكنو لپاره د نوم ليكنې بهير پېل شوى ګڼ شمېر كسانو د نوم ليكنې د مركزونو د كموالى او يا ليرې والي شكايت كړې، خو اوس  د ټاکنو خپلواک کمېسيون ویاند نور احمد نور وايي:

په کليو او لرو پرتو سيمو کې يې د نوم ليکنې پروسه پيل کړې او تر ٤٥ ورځو پورې به دا کار روان وي.

نوموړی زیاتوي په دې بهير كې به ډېر هغه كسان او په ځانګړې ښځې كارتونه واخلي، چې كارت يې نه وي اخيستى.

د ټاكنو خپلواك كميسيون همدارنګه وايي، چې دا ګرځنده ډلې به هم هغو سيمو ته لاړې شي، چې امنيت يې خوندي وي. هغه ستونزه، چې تر اوسه يې د افغانستان په اووه  ولسواليو كې د نوم ليكنې مخه نيولې ده.

له بلې خوا په داسې حال كې، چې د ولسمشرۍ د راتلونكو ټاكنو لپاره د ټلوالواو ائتلافونو جوړېدو رسنۍ بوختې ساتلې، تر اوسه هم د ولسمشرۍ د نوماندانو د نوم ليكنې بهير پڅ دى.

د ټاكنو خپلواك كميسيون ویاند زیاتوي، چې تر اوسه د ۳ مېرمنو په شمول ۷۲ كسانو د ولسمشرۍ د نوماندۍ لپاره معلوماتي بستې ترلاسه كړې، خو يوازې يوه يې د نوماند په توګه نوم ليكنه كړې ده. هغه بهير، چې د روانې لمريزې مياشتې تر څوارلسمې وخت لري.

د ټاكنو خپلواك كميسيون د معلوماتو له مخې تر اوسه د ولايتي شوراګانو لپاره په مركز او ولايتونو كې  ۶۵۷ كسانو نومونه ثپت كړي، چي ۷۸ يي مېرمني دي.

د دغه كميسيون چارواكي په ډاګه کوي، چې تر اوسه په  وردګو، نورستان او پكتيكا ولايتونو كې هېچ يوې ښځې د ولايتي شورا د غړيتوب  لپاره د نوماندې په توګه نوم ليكنه نه ده كړې.

Trending

Exit mobile version