سیمه ییز خبرونه
په کندز كې پانګونې د پام وړ وده كړې ده
(Last Updated On: )
په کندز ولایت كې د سوداګرۍ خونې مسئولين وايي، چې د تېر كال په پرتله په روان كې كال كې دېرش په سلو كې پانګونه زياته شوې ده.
د سوداګرۍ خونې مسئولين وايي، چې په كندز كې په خصوصي برخه كې شوې پانګونې نږدې لسو زرو كسانو ته د كار او تجارت زمينه برابره كړې ده.
په كندز كې روانه اقتصادي وده د دغه ولايت د اقتصادي مسئولينو لپاره د قناعت وړ ده.
په كندز كې د سوداګرۍ خونې مسولين وايي، په روان كال كې په دغه ولايت كې پانګونه دېرش په سلو كې زياته شوې ده.
خو په كندز كې د يوه ساختماني شركت رئيس انجنير عبدالحى وايي، چې په ساختماني برخه كې پانګونه د خلكو په اقتصاد كې چندان ګټوره نده.
په كندز كې نږدې څلوېښت توليدي فابريكې هم فعالې دي، چې شا او خوا لس زره كسان پكې په كار بوخت دي.