بلخ @ps
په کندز ولایت کې د طالبانو پوځي مسوول ونیول شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په کندز ولایت کې امنیتي چارواکي وایي، چې تېره شپه د ځانګړیو امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دغه ولایت ته د طالبانو نومول شوی پوځي مسوول قاري سلیم له خپلو څلور ملګرو سره په ټپي حالت کې ونیول شو، چې اوس تر درملنې لاندې دی.
په کندز ولایت کې د ځانګړیو ځواکونو د لومړۍ لوا قومندان امان الله مبین زیاتوي، دا عملیات د دغه ولایت د خان آباد ولسوالۍ په بوینګ نومې سیمه کې تر سره شوي، چې په نښته کې ۵ وسلوال طالبان وژل شوي او د قاري سلیم په ګډون ۵ نور نیول شوي دي.