تازه خبرونه
په کندز ښار کې د بې پولې داکترانو پر روغتون بريد تېروتنه وه- جوزف ووتل
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د امريکا دفاع وزارت ويلي؛ د افغانستان د کندز په ښار کې د بې پولې داکترانو پر روغتون د تېر کال تر سره شوى بريد “جنگي جنايت” نه، بلکې انساني تېروتنه وه.
په دې بريد کې دوه څلویښت کسان وژل شوي وه.
د دوه زره پېنځلسم کال د دې پېښې په اړه د امريکا لخوا د شویو پلټنو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال د امريکا د مرکزي قومندې مشر جنرال جوزف ووتل ويلي؛ دا ” خواشينونکى بريد” د بشري او تخنيکي تېروتنې له کبله رامنځته شوى و.
ده د شپارلس امريکايي پوځيانو ترټل تائيد کړل او وې ويل دا يوه “غيرارادي” پېښه وه؛ ځکه، نو د جنگي جنايتونو لاندې نه راځي.