تازه خبرونه

په کندز کې به هم ډېر ژر پوځي عملیات پیل شي- دوستم

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم وایي، په نږدې راتلونکې کې به په کندز کې هم د وسلوالو خلاف پراخ پوځي عملیات پیل شي.

 

ښاغلی دوستم، چې د فاریاب جگړې د تنظیم چاره په غاړه لري وایي، د دغه ولایت د بالامرغاب، قیصار او المار ولسوالیو کې د روانې جگړې لوری آی آس آی دی.

 

دی زیاتوي، د بالامرغاب په ولسوالۍ کې د ازبکستانيو وسلوالو مشر قاري ذبیح او د آی آس آی یو جنرال وژل شوي او د طالبانو د سرحدونو وزیر په اوږه ټپي شوی دی.

 

د ولسمشر د لومړي مرستیال په خبره؛ د بالامرغاب په ولسوالۍ کې د جگړې پر مهال د آی آس آی د جنرال وژل کیدل دا ثابتوي، چې د جگړې اصلي لوری آی آس آی دی.

 

نوموړي په ډاگه کړه، چې د فاریاب په عملیاتو کې افغان ځواکونه بشپړه همغږي لري او پراخې سیمې د وسلوالو له شتون پاکې شوې دي.

 

د ښاغلي دوستم په وینا؛ د فاریاب د عملیاتو له پای ته رسیدو سره سم به د حلقوي سړک کار پیل شي.

 

 

 

Trending

Exit mobile version