سیمه ییز خبرونه

په کندز کې دوه کوچني ماشومان وپلرول شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

يوې كورنۍ د بې وزلې له امله خپل دوه ماشومان په دوولس زره افغانې پلورلي دي .

بې وزلي او فقر په تيرو دوولسو كلونو كې په افغانستان كې د خلكو او په ځانګړې توګه كليوالو سيمو کې يوه جدي ستونزه ګڼل شوې ده .

هغه كورنې چې خپل ماشومان په ډيرو لږو پيسو پلوري لامل يې اقتصادي ستونزې او بې وزلي ګڼي .

خو په كندز كې د بې سرپرسته ماشومانو مرستندوى بنسټ وايي په دې كلونو كې يې د ماشومانو د پلور د مخنيوي په موخه ډيرې هڅې كړي دي، خو ځينې وختونه دغه ادارې بې خبره پاتې كيږي .

په همدې وخت ظاهر عظيمي د كندز د كار او ټولنيزو چارو رييس چې د بې سرپرسته ماشومان د ساتنې مسوليت لري وايي كه په وخت خبر شوي واى له دغه كورنۍ سره به يې له هرې ممكنې لارې مرسته كړې واى.

دا په داسې حال كې ده چې د ماشومانو د حقونو د ملاتړ بنسټونه د ماشومانو پلورنه په كلكو ټكو غندي ، خو پوښتنه دا ده چې كه كورنې له بې وزلې سره مخامخ كيږي او څوك يې مرستې ته ونه رسيږي له دې كار پرته بله لاره لري؟


Trending

Exit mobile version