تازه خبرونه
په کندز کې ښار کې چاودنه شوې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د کندز امنیه قومندانۍ ویاند سرور حسیني وایي، چې په کندز ښار کې څو دقیقې وړاندې چاودنه شوې ده.
نوموړي په ډاگه کړه، چې پېښه د دغه ولایت د استناف څارنوالۍ د یوه څارنوال په موتر کې د مقناطیسي ماین له چاودنې رامنځته شوې ده.
هغه زیاتوي، دا چاودنه په کندز کې د تاجکستان قونسلگرۍ ته نږدې شوې، چې په کې یاد څارنوال سخت ټپي شوی دی.