بلخ @ps
په کندز کې ۲۶ وسلوال طالبان وژل شوي دي- کامه وال
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په کندز کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۶ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
په کندز کې د ۸۰۸ سپین زر زون قومندان شیرعزیز کامه وال وایي، دا عملیات تېره شپه د کندز ښار په څنډه کې د پوز کندهاري او حضرت سلطان پر اړوند سیمو شوي، په کې ضیاالرحمن نومی طالب قومندان هم شامل دی.
د امنیتي چارواکو په وینا؛ د افغان امنیتي ځواکونو لخوا پر ښار ته نږدې سیم شپني عملیات روان دی او وسلوال مخالفین له ځاني زیانونو سره مخ شوي دي.
د کندز د ولایتی شورا یو غړی وایي، په دغو عملیاتو کې ملکي خلکو ته مرګ و ژوبله اوښتې، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.
د دوی په وینا؛ د کندز له سقوطه دا دی یوه میاشت تېریږي؛ خو بیا هم د دې ښار مرکزي سیمو د طالبانو تر ګواښ لاندې دي او د ښار تر څیرمه د وسلوالو مخالفینو شتون د احساس وړ دی.