تازه خبرونه

په کندهارکې د افغان بيسيم مخابراتي شرکت تري جي خدمتونه پيل كړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کندهارکې د افغان بيسيم مخابراتي شرکت تري جي خدمتونه پيل كړل.

د دغه شركت رييس امين رامين وايي چې په دې موخه يې په كندهار كې د ترې جي له سلو ډيرې داسې دستګاوې نصب كړې چې په سيمه كې بي ساري دي.

ښاغلی رامین وايي دا لړۍ به د هيواد نورو ولايتونو ته هم وغځوي:

د معلوماتي ټکنالوجۍ 3 Gيو عصري سيسټم دى، چې پر بنسټ يې د تصويرونو د وړاندې کولو په ګډون په ښه کيفيت او سرعت برابر انټرنټي خدمتونه وړاندې کوي.

په کندهارکې د افغان بيسيم مخابراتي شرکت د تري جي خدمتونه د دوشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ کې پرانيستل شول.

د افغان بسيم مخابراتي شركت رييس امين رامين چې په دې موخه كندهار ته راغلى و وايي؛ كندهار تر كابل وروسته دوهم ولايت دى چې افغان بسيم مخابراتي شركت په كې خپل تري جي فعاليتونه پيلوي.

هغه وايي چې په كندهار كې يې د ترې جي له ۱۱۰ ډېرې دستګاوې نصب كړې چې په ښار سربيره ځينې ولسوالې يې هم تر خپل پوښښ لاندې راوستي دي.

د نوموړي په وينا د هلمند په څلورو شمالي ولسواليو كې يې د مايكروويف دستګاه نصب كړې او غواړي نورو ولسواليو ته يې هم وغځوي.

د افغان بسيم مخابراتي شركت رييس وايي غواړي د غږ د ليږدولو دلوړكيفيت دستګاهم په دغه ولايت كې نصب كړي

په همدې وخت کې د کندهارد مخابراتومسؤلين او ځينې اوسيدونکي په دغه ولايت كې د افغان بسيم مخابراتي شركت هڅې ستايي او دتري جي فعاليدل د پرمختګ په لاره كې يو سترګام ګڼي.

د افغان بسيم مخابراتي شركت تر دې وړاندې په كابل كې د تري جي خدمتونه پيل كړي.

خبریال: نعمت الله زهير

 

 

Trending

Exit mobile version