تازه خبرونه

په کندهار او هلمند ولايتونو کې پر کولرا د اخته ناروغانو شمېر ۳۰۰ کسانو ته رسېدلی

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۲, ۱۴۰۱)

په کندهار او هلمند ولايتونو کې پر کولرا اخته ۳۰۰ ناروغان سیمه ییزو روغتونو ته استول شوي دي.

 که څه هم د دې نارو غۍ له امله د مړوشوي کسانو په اړه تر اوسه رسمي سر چینو څه ندي و یلي؛ خو د هلمند د باغران ولسوالۍ او سيدونکي وايي، چې تر دې مهاله نږ دې شل کسانو ترې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د لوي اختر له رارسېدو سره د هلمند په بغران او د کندهار شاه وليکوټ ولسوالیو کې يو شمېر کسان، چې ښځې او ماشومان هم په کې شته؛ د نس ناستې پر ناروغۍ اخته شوي دي.

د کندهار د ميرويس حوزوي روغتون د علمي شورا مشر داکتر سورګل نوزادی وایي: تر دې د مه د دوی روغتون ته يو سل و اتيا  ناروغان رالېږدول شوي، چې څه نا څه اویا ناروغان ترې د شاه ولیکوټ له ولسوالۍ رالېږدول شوي دي. تر دې دمه پوره روښانه نده علت یې په توده هوا کې د ډېرې غوښو خوړل دي او که کولرا ده.

د کندهار د عامې روغتيا رياست د څرګندونو له مخې؛ د سيمې د لرې والي له کبله د دغې ناروغۍ له کبله د مړو کره شمېر تر دې مهاله ندی څرګند شوی.

د هلمند د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي؛ د دې ولايټ د لرې پرتې غرنۍ سيمې بغران څخه کلينيکونو ته ۱۲۰ ناروغان ورلېږدول شوي دي.

د دې سيمې او سيدونکیو د تيليفون پر کرښه له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې تر دې د مه د ناروغۍ له کبله له ۲۰ ډېرو وګړیو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۲۰ ډېر نور پرې اخته دي.

د کندهار د شاه وليکوټ ولسوالۍ اوسيدونکي دوست محمد، چې خپل ناروغان يي ميرويس روغتون ته رالېږدولی وايي، د دوی په سيمو کې د دې ناروغۍ د رامنځته کېدو اصلي علت د پاکو اوبو نشتون دي.

د شاه وليکوټ اوسيدونکی قاري عبدالله ویلي؛ غوښتنه مو دا ده، چې له زمونږ سره دولت يا نور څوک کمک وکړي یا نړیوال، چې پاکې اوبه راته برابره کړي.

د يادونې وړ ده، چې دوه مياشتې مخکې په زابل ولايت کې هم په ورته ډول ناروغې کې هم يو شمېر ځايي اوسيدونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

Trending

Exit mobile version