تازه خبرونه
په کندهار او هلمند کې ۲۹ طالب وسلوال وژل شوي او ۶ ټپیان دي
سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې په کندهار او هلمند ولایتونو کې ۲۹ طالب وسلوال وژل شوي او ۶ ټپیان دي.
د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزي ویلي؛ تېره شپه یوولس بجي د کندهار ارغنداب ولسولۍ په سیاسنګ دره کي وسلوالو طالبانو پر امنیتي ځواکونو د برید هڅه وکړه، چي د غوڅ ملاتړ ماموریت د هوایي ځواک په مرسته پرې بمبارد شوی؛ ۱۵ طالب وسلوال وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړې: د وسلوالو طالبانو ټول تجهیزات او وسلې، چي د برید لپاره چمتو شوې وې؛ هم ویجاړ شوي دي.
هغه دا هم ویلې، چې په همدې شپه د معروف ولسوالۍ د نادرخان د کور پر پوسته هم وسلوالو برید کړی، چي د پولیسو لخوا دغه برید پر شاه تمبول شوی او شپږ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
دغه راز د دې ولایت د میوند ۲۱۵ قول اردو د څلورمې لوا مسوولینو ویلي؛ د شنبې پر شپه د هلمند په واشیر ولسوالۍ کي د طالبانو د یوه قوماندان په ګدون ۸ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره؛ د طالبانو دا قومندان یحیی نومیده او عبرت هم یادیده، چي تېره شپه یې د واشیر ولسوالۍ پر یو شمېر امنیتي پوستو د برید پلان درلود؛ خو موخې ته له رسیدو مخکې ووژل شول.
هغه ویلي، له دغو وسلوالو سره د هغوی موټر او وسلې هم له منځه تللي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه د دغو بریدونو او مرګ وژوبلي په اړه څه ندي ویلي.