تازه خبرونه

په کندهار زندان کې ۱۱ بندیانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۳, ۱۴۰۰)

یوې سرچینې آریانا نیوز ته ویلي، د سې شنبې پر شپه د کندهار په زندان کې لږ تر لږه یو زنداني وژل شوی او لس نور ټپیان دي.

سرچینې وايي، تېره شپه د کندهار زندان امنیتي مسوولینو غوښتل، چې یو شمېر بندیان له زندانه ولېږدوي؛ خو بندیانو مخالفت وکړ او پر ضد یې مظاهره پیل شوه.

د سرچینې په خبره، پولیسو پر مظاهره کوونکیو بندیانو ډزې وکړې؛ نږدې لس کسان په کې ټپیان او یو ووژل شو.

بندیان غوښتنه کوي، چې له دغه زندانه دې نه لیږدول کیږي.

حکومتي سرچینو تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.

له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وه، چې طالبانو پر زندان د برید پلان درلود؛ خو امنیتي مسوولینو یې مخنیوی کړی دی.

Trending

Exit mobile version