سیمه ییز خبرونه
په کندهار كې دوه ځانمرگو ۲۶ تنو ته مرگ و ژوبله رامنځته كړه
ددواړو پېښو قربانيان واړه ماشومان دي، چې لومړۍ چاودنه د شنبی په ورځ( د وږي په ۵) دولس بجې او دېرش دقيقې د ښار د لومړۍ ناحيې اړوند په چوڼۍ سيمه کی هغه مها ل تر سره شوه، چی يوه ځانمرگی بريدکوونکي غوښتل خپل سراچه موټر له چاوديدونکيو توکو ډک لومړۍ امنيتي حوزې ته دننه کړي، چی د حوزی د سرتېرو لخوا پرې ډزې وشوې او چاودنه رامينځته شوه .
د کندهار ولايت مقام لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې په حواله دوه يم ځانمرگی بريد هم د لومړۍ چاودنې څو شېبې وروسته په همدې سيمه کې د يوې امنيتي پوستې مخې ته د يوه سرف موټر پر مټ تر سره شوه چی د کندهار عامی روغتيا د رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا په وينا دواړو چاودنوکی څلورويشت تنه ملکی وګړی ټپيا ن او دوه تنه نور وژل شويدی . د ښاغلی پخلا په وينا په ټپيانو کی څوارلس تنه ماشومان او يوه ښځه هم شامل دی. او دڅلورو ټپيانو روغتيايي وضيعت دانديښنی وړدی.
د يادونې وړ ده، چې په کندهار کی دا ځانمرگي بريدونه په داسې حا ل کی رامنځته کيږي، چې کوچني اختر ته د گوتو په شمېر ورځې پاتې دي او د ښار په واټونو کې د خلکو گڼه گوڼه تر حد ډېره ده.