تازه خبرونه

په کندهار ولايت كې سيلاب ځپلي خلك بېړنيو مرستو ته اړ دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په كندهار ولايت كې اورښتونه د شپې له دریو بجو پيل او د سهار تر ۷بجو يې دوام وکړ.
په کندهار کي ډېري کسان وايې، چي په ښار او ولسواليو کي اوروښتونو سخت زیانونه اړولي او بېړنو مرستو ته اړتیا لري.
چارواكي وايي، چې د سيلابونو له كبله یو کوچنى مړ شوی او ۶ نور ټپیان دي.
د كندهار ښاروال محمد نسيم رضايي وايي، چې دغه سيلاب تر ۵۷ كورونه او دوكانونه هم وران كړي دي.
ښاغلى رضايي زياتوي، سيلاب ډېر هغه كورونه وړي، چې خلكو په ناقانونه توگه په داسې ځايونو كې جوړ كړي ول چې د سيلاب له خطر سره مخ ول.
هغه وايې، خلكو د ښاروالۍ اصول په پام كې نه دي نيولي او په داسې ځايونو كې يې كورونه جوړ كړي، چې د سيلاب له خطر سره مخ دي.
په كندهار كې د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې اداره او سره مياشت وايي، چې زيانمنو كورنيو ته يې مرستې رسولې او له ۵۰۰ كورنيو سره د بيړنيو مرستو چمتو والى لري .

Trending

Exit mobile version