تازه خبرونه

په کندهار ولایت کې پسته د کوکنارو ښه بدیل دی – بڼوال

د دې ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، له ۱۵۰ هکتاره بڼونو څخه ۱۱۵ ټنه پسته ترلاسه شوې ده.

Published

on

له څه وخت راپدېخوا په کندهار ولايت کې د کوکنارو د بديل کښت لپاره هڅې پيل شوې او بڼوالو د پستې د بڼونو(باغونو ) پر جوړولو پيل کړى دى.

د دې ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، له ۱۵۰ هکتاره بڼونو څخه ۱۱۵ ټنه پسته ترلاسه شوې ده.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ پسته د کوکنارو یو له اغېزمنو بدیلونو څخه ده، چې هڅه کوو د بڼونو د جوړولو بهیر پراخ شي.

د دې ولایت د بڼوالۍ( باغدارۍ ) مسوولينو ويلي، پسته د نورو مېوو پر پرتله ښه حاصلات لري او بيې يې هم لوړې دي.

د کریم الله نومي بڼوال د څرګندونو له مخې؛ دوی هره ورځ له ۳۰ څخه تر ۶۰ کسانو پورې د پستې په بڼ کې کار کوي او له دې لارې خپله روزي ګټي.

د کندهار يو شمېر کروندګرو ويلي، د پستې د بڼونو د جوړولو لګښت ډېر دی او له دولت څخه غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست استازی محمد داوود دوست وايي، د پستې بڼونه د کوکنارو د کښت ښه بديل کېدای شي او په دې برخه کې به له کروندګرو سره همکاري وکړي.

ویل کیږي، چې په ١٥٠ هکتاره ځمکه کې د پستې بڼونه جوړ شوي، چې ترې ١١٥ ټنه پستې ترلاسه شوې دي.

Trending

Exit mobile version