تازه خبرونه
په کندهار ولایت کې چاودنې لمونځ کوونکيو ته مرګ و ژوبله اړولې
د کندهار د میرویس روغتون یوه چارواکي ویلي، چې په کندهار کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د برید له کبله د مړیو شمېر ۳۴ کسانو ته رسېدلی او ځاني زیانونو شمېر ښايي ډېر شي.
چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال د کندهار د لومړۍ ناحیې په امام بارګاه جومات کې رامنځته شوې ده.
یوه شاهد ویلي، چې هغه د جومات د انګړ له دروازې څخه د درې چاودنو غږ واورید.
ویل کیږي، چې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د پېښې د څېړلو لپاره یو ځانګړی پلاوی د پېښې ځای ته استول شوی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه پیغام کې لیکلي، چې اسلامي امارت دغه چاودنه غندي او دا یې ستر جنایت بللی دی.
هغه وایي؛ اسلامي امارت خپلو ځواکونو ته امر کړی، چې عاملین یې ونیسي او عدالت ته یې راکاږي.
دې ته ورته یو برید تېره جمع په کندوز کې د شیعه ګانو پر یوه جومات شوی و، چې د داعش خراسانۍ ډلې یې مسوولیت منلی. په دې برید کې لږ تر لږه ۵۰ لومنځ کوونکي ووژل شول او له ۱۰۰ ډېر نور یې ټپیان کړل، چې ټول ملکي وګړي وه.
تر دې دمه کومې ډلې د نننۍ چاودنې مسوولیت ندی منلی.