تازه خبرونه
په کندهار ولایت کې ۱۵ طالبان نیول شوي- ملي امنیت
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د دغه ریاست په خبرپاڼه کې په ډاګه شوې؛ د دغه بنسټ کارکوونکیو د طالبانو درې ترورستي څانګې، چې ۱۵ کسه دي نیولي.
د خبرپاڼې له مخې دغو کسانو غوښتل په کندهار ولایت کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې تر سره کړي.
کندهار د هېواد په جنوب کې یو ناامنه ولایت دی، چې طالبان یې په ځینو سیمو کې شتون لري او پخپلو ځانمرګي بریدونو او چاودنو ملکي او پوځي افرادو ته مرګ و ژوبله اړوي.