تازه خبرونه
په کندهار ښار کي د ملي امنیت یو سرتیری ووژل شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په کندهار ښار کي د ملي امنیت یو سرتېری د وسلوالو په برید کي ووژل شو.
د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک وايي، د ملي امنیت دغه سرتیری نن سهار دندې ته روان و، چې دکندهار ښار د ١٢ امنيتي حوزې په اړوند سیمه کې دناڅرګندو وسلوالوله خوا ووژل شو .
هغه زیاتوي، بريد کوونکى له سيمي تښتيدلى او پوليسو يي د نيولو پلټني پيل کړې دي.