سیمه ییز خبرونه
په کندهار ښار کې سوالگرډېر شوي
د کندهار ښار پرواټونو او څلور لارو كې گڼ شمېر ښځې او نارينه خلكو ته د سوال لاسونه غزوي او ترې د پيسو د ورکړې غوښتنه کوي.
د دې ولايت اوسيدونکي له دولت څخه غواړي، چي بهرني سوالگر له ښاره ټول کړي؛ ځکه د گڼو ستونزو لامل كيږي.
د كندهار چارواکي وايي:
د سوالگرو د بسيا كولو لپاره بوديجه نه لرو.
کندهار ښاريان وايي، چي:
د زياتو سواگرو شتون، چي په هغوى کې د گاونډ هېوادونو سوالگرهم شامل دي؛ له گڼو ستونزو سره مخ کړي يو، چې ورځ تر بلې يې شمېر ډېريږي او په ځينو وختو كې د امنيتي او نورو ټولنيزو ستونزو لامل هم كيږي.
په کندهار ښار کې يو شمېر سوالگر وايي:
د اقتصادي ستونزو له كبله مو دې كار ته مخه كړې ده.
دوى وايي:
كه د دولت، خيريه ټولنو او شتمنونو کسانو لخوا مناسبي مرستي وشي او يا هم ورته د کار روزگار زمينه برابره شي؛ نو هيڅ کله به دا كار ونه كړو.
د کندهارد ښځو چارو د حقوقو مديره پري وايي، چې:
د مالي بوديجې د نشتون پر لامل نه ښځو ته د کار زمينه برابرولى شو او نه مو هم مرسته په وس كې ده.