تازه خبرونه

په کندهار کي د تېر کال په پرتله د کوکنارو کچه لوړه شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د دي ولايت د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې مسوولين وايي، په سيمه کي امنيتي ستونزي او لږ امکانات د دي لامل شول، چي د کوکنارو کروندي زياتي او توليد يي هم ٤٠ سلنه زيات شي.

د دې ولايت د مخدره توکو ريیس ګل محمد شکران وايي، تېر کال د دي ولايت په ٢٢ زره هکتاره ځمکه کي کوکنار کرل شوي وه؛ خو سږکال ٢٧ زره هکتاره ته یي کچه لوړ شوي ده.

هغه په ډاګه کړې، چې د کوکنار د کر زياتوالي لامل په ولسواليو کي امنيتي ستونزي او د مبارزي له پاره یې په کافي اندازه د امکاناتو نه شتون و .

د کندهار والي داکتر همايون په دي ولايت کي د کوکنارو د زياتوالي پړه د مخدره توکو پر وزارت اچوي،  چي سږ کال یې له مخدره توکو سره د مبارزې له پاره هيڅ بوديجه نده ورکړى؛ نو، ځکه يي په وړاندې سمه مبارزه ونه شوه.

هغه زیاتوي د ولايت په کچه، چي کوم امکانات ول؛ په ژيړى او پنجوايي ولسواليو کي يي ١١ زره هکتاره کوکنار پرې او له منځه وړي، خو پاتي نور يي حاصل ته ورسيدل.

داپه داسي حال کي ده، چي له تېرو څو کلونو راپه ديخوا  په دي ولايت کي کوکنار په دوه فصلونو کې کرل کيږي، چي د کوکنارو د توليد او قاچاق کچه يي په بي ساري ډول لوړه کړى ده.

خبریال: بريالي رحيمي 

Trending

Exit mobile version