تازه خبرونه

په کندهار کي د چرګانو د ناروغيو د درملني مرکز جوړ شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د دې ولايت د کرني مسوولين وايي؛ دا، چي په کندهار کي څه باندې پېنځه سوه د چرګانو فارمونه شته، نو اړينه وه، چي د ناروغيو د تشخيص او درملني څانګه هم ولري.

ددې ولايت د کرني ریيس وايي؛ دغه روغتون د کارديف موسسې پر مالي ملاتړ، چي د کرنې په برخه کې کار کوي جوړ شوى، چي ٣٥ زره امريکايي دالره لګښت پرې راغلى دی.

دکندهار دکرني ریيس حفیظ الله سیدي وايي؛دا ولايت څه باندې ٥٠٠ د چرګانو فارمونه لري، چي وبه کولى شي د دې روغتون په جوړيدو د چرګانو درملنه وکړي او دغي برخي ته نوره هم پراختيا ورکړي.

د چرګانو فارم لرونکي وايي، چي له تېرو ٢٢ کلونو را په ديخوا دا ولايت د چرګانو فارمونه لري؛ خو لويه ستونزه يې د چرګانو د ناروغيو نه تشخيص او نه درملنه وه، چي په دې به يې ياده ستونزه هم اواره شي.

لیرې نده، چي دا ولایت د چرګانو دغوښواو هګيو د توليد په برخه کېپر ځان بسیا شي او هغه ټولي اړتياوي پوره کړي، چي په هېواد کي خلک ورسره مخ دي او له پاکستان او ايران څخه د واردوونکیو بې کيفيتوغوښو مخه به هم ونيسي.

خبریال: بریالی رحیمي 

Trending

Exit mobile version