تازه خبرونه

په کندهار کي زور واکي او لوي سوداگر ماليه نه ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

دکندهار مرستيال والي وايي؛ په دي ولايت کي يو شمېر داسي دولتي ادارى اوشرکتونه اوزورواکي شته، چي په تېرو ١٥ کلونو کي يي دولتي ماليه سپارلې نه ده.

دکندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي وايي، چي په لومړي قدم کي به دمستوفيت دکارکوونکیو په واسطه له دغو کسانو څخه ماليه راټوله او که بيا هم پدى برخه کي له ستونزي سره مخ شو؛ نو د امنيتي ځواکونو په مرسته به له دوي سره قانوني چلند تر سره شي.

دده په خبره؛ دغه لړي يي دولسمشر له فرمان سره سمه پيل کړى  او تراوسه يې له يو شمېر كسانو ماليه اخسيتې،چي له څو کلونو راهيسي خلکو نه ورکوله.

هغه زیاتوي؛ دولت ددى توان لري، چي له دغو خلکو ماليه راټوله کړي؛ خو د قانون له پړاوونو سره سم مو دغه بهیر روان ساتلی دی.

ښاغلي شمسي كه څه هم د كوم شخص او يا بنسټ نوم نه اخلي؛ خو  وايي، چي پردغو شرکتونو دکلونو کلونو ماليه پاتي ده. ددې ماليې راټولول په لږ وخت کي ستونزمن کار دی او په تدريجي ډول به يي راټولول غوره وي.

ددي ولايت مرستيال په ډاگه کړه، چي ټولو لويو شرکتونو او هغو کسانوته يي دماليې دورکړي خبر ورکړى، چي تراوسه يي مستوفيت  ته ماليه نه ده سپارلې.

د نوموړي په وینا؛ که دغه کسان ترټاکلي وخت خپله ماليه ونه سپاري؛ نو له امنيتي ځواکونو څخه به کار واخلي ، چي له لويو شرکتونو او زورواکو څخه پخپل وخت ماليه راټوله شي.

خبریال:بريالی رحيمي.

Trending

Exit mobile version