تازه خبرونه

په کندهار کي یو ځانمرگی برید شنډ شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په كندهار كې يو ځانمرگى بريدگر موخې ته له رسيدو وړاندې له منځه تللى دى.

د كندهار د پوليسو قوماندانۍ وياند ضيا درانى وايي؛ نن سهار څه ناڅه اته بجې يوه ځانمرگی بريد گر، چې پر موټرسايكل سپور و او غوښتل يې په کوم ټاکلي ځای بريد وكړي د پوليسو له خوا له پېژندلو وروسته يې چاوديدونكیو توكو ته چاودنه وركړې او پخپله وژل شوى دى.

نوموړی زیاتوي، دا پېښه د كندهار ښار د درېيمې حوزې په مربوطاتو كې په عمومي سړك شوې ده، چې په چاودنه كې بل چاته زيان نه دى اوښتى .

Trending

Exit mobile version