تازه خبرونه
په کندهار کې اوبو ته د لاسرسي لپاره درې نوي بندونه جوړېږي
د افغانستان په سویلي ولایت کندهار کې له کلونو وچکالۍ له زغملو وروسته د اوبو د لږوالي د پوره کولو لپاره درې نوي بندونه جوړېږي.
د چین د شینهوا خبري آژانس د راپور له مخې؛ دغه بندونه د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ او سپین بولدک ولسوالیو کې جوړیږي.
د شينهوا آژانس د خبر له مخې، د سپين بولدک ولسوالۍ په بند کې به ۲.۳ ميليون متر مکعب اوبه زېرمه شي، چې پر جوړېدو به يې ۳۵ ميليون افغانۍ (شاوخوا ۴۰۰،۰۰۰ ډالر) لګښت راشي.
نور دوه بندونه د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په منډه کنده او لوال سیمو کې جوړیږي.
یوه ځايي دیني مشر ملا خالق شینهوا خبري سرچینې ته ویلي: د ۱.۷ میلیون متر مکعب په وړتیا یو بند به په مانډه کنده کې د ۵۰ میلیون افغانیو پر لګښت جوړ شي.
کندهار د انګورو او انارو له کبله یاد ولایت دی؛ خو په تېرو څو کلونو کې د وچکالۍ له کبله سخت ځپل شوی دی.
ځايي کروندګر اړ دي، چې پر څاه ګانو تکیه وکړي، چې له کبله یې د ځمکې لاندې اوبه نورې هم ضایع شوي دي.
د شينهوا آژانس د راپور له مخې، نوي بندونه به دوه میليون جريبه کرنيزو ځمکو ته اوبه ورسوي.