تازه خبرونه

په کندهار کې تر ټولو لوی جومات جوړ شوی دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په كندهار كې به د هېواد په كچه لوى جامع جومات تر راتلونكو لسو ورځو پورې بشپړ شي.

په دې جومات كې د نارينه او ښځو لپاره د لمانځه جلا ځاى، دارالحفاظ، دوكانونه او نورې آسانتياوې په پام كې نيول شوې دي.

د کندهار د حضرت عمر بن خطاب جامع جومات، چې له تېرو ديارلسو كلونو يې كار په وقفه يي توګه دوام درلود. د دې جومات كار،چي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پېل شوی لا هم دوام لري.

کندهار والي توریالی ویسا وايې، د دې ودانۍ ډېر کارونه بشپړ شوي او ډېر ژر به د ولسمشر حامد کرزي لخوا د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شي.

همدارنګه د کندهار ښاروال محمد عمر عمر وايې، د دغه جامع جومات د جوړونې کارونه به په راتلوونکو لسو ورځو کي بشپړ شي.

نوموړی زیاتوي، دغه جامع جومات، چي په ۱۸میلیونه امریکایی ډالره جوړېږي، په یوه وخت پکښی شل زره کسان لمونځ كوونكي ځايولاى شي.

په همدې وخت كې يو شېر كندهار ښاريان خوښ دي، چې د دې ودانۍ چارې نيمګړې پاتې نه شوې.

له تېرو ۱۳ کلونو را په دېخوا د حضرت عمر بن خطاب پر جامع جومات کار روان دی، چې ډېر کله د ځنډ او خنډ سره مخ شوی او د رغونې کارونه يې ټکني و.

Trending

Exit mobile version