تازه خبرونه

په کندهار کې حکومت د وسلوالو بریدونو قربانیانو ته پاملرنه نه ده کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

شاوخوا شپږ کال وړاندي په دې ولایت کي د یوې کورنۍ غړي ديوه ځانمرګي بريد پر مهال ووژل شول او ډېرى په کي ټپيا ن شول، چي وروسته دولت ددى کسانو دکورنيو له پاتي غړو سره دهرډول مرستو ژمنه وکړه.

په کندهارکې د چاودنواو وسلوالو بريدونوله کبله د قربانيانو د کورنيوغړي وایي، چي دولت ورته هيڅ پاملرنه نده کړى.

عبدالکریم او فضل محمد هغه دوه تنه دي، چيپه دغه چاودنه کي يي د کورنی غړي شهیدان شوي دي.

په دې  چاودنه کي د عبدالکریم یو ځوان زوی ووژل شو او څلور نور یي زخمیان شول او همدا راز د فضل محمد د کورنی درې غړي شهیدان او درې نور یې هم زخمیان شوي دي.

دغه کسان وايي، چي په خانمرګو بريدونو کي يي دکورنيو يوشمېر هغه غړي له لاسه ورکړي، چې دا ولادونو له پاره يي نفقه برابروله.

دوی وایي، چې اوس یې اقتصادي حالت ډېر خراب دى او په سختو حالاتو کي ژوند تېروي او دولت ورسره هيڅ مرسته نده کړى.

ددوي په خبره؛ په دغه پيښه کي دځاني زيانونو ترڅنګ مالي زيانونونه هم ورته اوښتي، چي دعايد منبع يې وه. لکه دوکان، چې په بشپړه توګه ويجاړ او يو ميليون افغانى زيان ورته واوښته؛ خو دولت يي پروا ونه کړه.

د کندهار د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو رییس نظرعلي قاطع وایي، چي شاوخوا ۱۱ زره شهیدان د دوی په ریاست کې ثبت شوي او په منظم ډول پیسې د بانک د لاري ورکول کیږي .

د نوموړي په وینا؛ د زر تنو شهیدانو اسناد وزارت ته لیږل شوي، چي هغوی ته به هم ډېر ژر کلنى تنخوا ورکړ شي.

ديادونې وړ ده؛دغه درنده چاودنه په ١٣٨٨ لمريزکال کي ديوه مازدا موترپه واسطه په کندهار ښار کي ترسره شوه، چي په کي تر ۴۰ ډېر عام وګړي ووژل شول او تر ۶۵ ډېر يې ټپيان کړل.

دې ته ورته په سلګونه چاودنى په تېرو کلونو کي شوي، چي دډېريوکورنيو هغه غړي په کي وژل شوي، چي دکورنۍ دغړیو له پاره يې حلاله نفقه برابره وله.

خبریال: بریالی رحیمي

Trending

Exit mobile version