سیمه ییز خبرونه
په کندهار کې د اسلامي امارت د ځواکونو پر ډزو یوه ښځه ووژل شوه
په کندهار ولایت کې سیمه ییزو سرچینو ویلي؛ د اسلامی امارت ځواکونو پر ریکشا ډزې کړي، چې له کبله یې یوه ښځه وژل شوې او بله ټپی ده.
دغه پېښه نن (شنبه د سلواغې ۳) د کندهار ښار د درېيمې ناحيې اړوند د “چهارسو” په اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.
د یادې سرچينې د څرګندونو له مخې؛ په ریکشا کې پر سپرو درې ښځو له هغې وروسته ډزې وشوې، چې چلوونکي د تمېدو له سپارښتنې سرغړونه وکړه.
په کندهار کې د اسلامي امارت امنیه قومندانۍ د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ریکشا چلوونکي د پوستې د پلټنې په تمځي کې ونه درېده.
د یادونې ده، جې امنیه قومندانې د پېښې په اړه پر څېړنو بشپړولو ټینګار کړی دی.