تازه خبرونه

په کندهار کې د امنيتي ځواکونو ليکو ته د ځوانانو ليوالتيا ډېره شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت کې به هميشه یوازې دشمالي او شرقي ولايتونو ځوانانو دنده تر سره کوله، چې بهرنيو هېوادنو او په کور کې دننه به ددي له پاره تبليغات کيدل، چي هر ولايت بايد ځوانان دامنيتي ځواکونو ليکو وروسپاري، چې ا منيتي ځواکونه ملي واوسي.

دکندهار دجلب و جذب آمر محمد ظاهر ابدالي وايي، په دي وروستيو کېدعامه پوهاوي په برخه کې زياتې هڅې وشوې، چي ځوانان دامنيتي ځواکونو ليکوراغلل او په دي وروستيو کي په بي ساري ډول دغه ګډون زيات شوى دى.

هغه زیاتوي، چي په دغو کسانو کې ډېرو ښځينه وو  نوليکنه کړې، چي ډېر ژربه دپوليسو په ليکو کي دندي ورکړل شي .

نوموړى دغه راز په ډاګه کړې، چې په دي وروستيو کي دپوليسو ليکو ته نوم ليکنه له دي امله بنده کړى ده، چي تشکيلات يي پوره شوي؛ خو د ملي اردو او عامه نظم  دپوليسو له پاره يي نوم ليکنه روانه ده، چي هره ورځ لسګونه ځوانان نوم ليکنه کوي.

خبریال: بريالي رحيمي 

Trending

Exit mobile version