تازه خبرونه

په کندهار کې د اوبو د دوه بندونو د جوړېدو چارې پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۵, ۱۴۰۱)

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د کندهار ارغستان ولسوالۍ په اړوند سيمه کې د شنه نري او لوړې د اوبو د دوه بندونو د لومړنۍ سروې چارې پیل شوې.

په جوړېدو سره به ۲۴ ميليونه متر مکعبه اوبه را ټولې شي چې په دې سره به د دې ولايت په ډېرو ولسوالیو کې د وچکالې اغېزه کمه شي.

داوبو او انرژي وزارت چارواکو څرګنده کړې؛ د دې دوه بندونو له جوړېدو سره به په دې ولايت کې تر ډېره د وچکالۍ اغېز کم او دهر يوه بند له جوړېدو سره به پنځوس زره هکتاره زراعتي ځمکې خړوبه شي.

د اوبو او برښنا وزير مولوي عبدالطيف منصور ویلي: دا بند څه نا څه دولس ميليون مترمکعبه اوبه ذخيره کولي شي. د دې بند ارتفاع به له دېرش څخه تر پېنځه څلوېښت مترو پورې وي؛ نو کله یې، چې بشپړه سروې تر سره شي تخنيکي او انجنيري ټول جزئيات به یې بیا رسنیز  شي.

د ارغستان ولسوالۍ اوسيدونکي د دې بندونو له جوړېدو هرکلی کوي او څرګندوي، چې هيله ده دولت ژر تر ژره د دې بندونو د جوړېدو چارې پيل کړي .

د ارغستان اوسيدونکی حاجي نوراحمد وایي: دوی مونږ ته دلته بندونه تړي دا؛ خو زمونږ د خدمت لپاره راغلي دي. مونږ ډېر خوشحاله يوو؛ ان شاالله که الله پاک وغواړي دا اوبه، چې ډپ شي ټولو ته يي ګټه هم رسيږي.

د ارغستان یو بل اوسیدونکی نعمت الله څرګندوي؛ ډېر خوشحاله يوو، چې دا بند وتړل شي.له دې سره به ځمکې آبادې او جوړې شي. د بل ملک تګ ته اړتیا نه پیداکیږي؛ نو مونږ ډېر خوشحاله يو، چې دا کار وشي.

ویل کیږي، چې د دې دواړو بندونو د جوړېدو په چارو کې به اووه سوه کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي .

Trending

Exit mobile version