سیمه ییز خبرونه
په کندهار کې د ايدز په ناروغۍ پېنځه كسه مړه شوي او ۲۶ نور پرې اخته دي
د کندهار د عامي روغتيا رياست د ايدز د ناروغي د درملني څانگي مسوول داکتر همايون وايې، چې:
ايدز يوه وژونکې او خطرناکه ناروغي ده، چي درملنه نه لري.
نوموړى زياتوي، چې:
د تېرو کلونو په پرتله سږکال د ايدز ناروغۍ ډېرې پېښي ثبت شوې دي.
د ده په وينا، سږکال د ايدز مثبتي پېښې ۳۱ ته لوړې شوي، پېنځه تنو یی له ژوند له لاسه ورکړى دی.
ښاغلي همايون په ښارکي په نشه د زياتو کسانو اخته کيدل، د نشه يي توکو زيات کر او قاچاق، له گاونډ هېوادونو سره د خلاصو سرحدونو درلودل، بې کاري او جگړه هغه موارد ياد کړل، چې د ايدز د ناروغۍ گراف يې د تېر په نسبت دوه برابره زيات کړى دى.
بايد وويل شي، چې په کندهار کي تېر کال ۱۹تنه د ايدز په خطرناکه ناروغۍ اخته شوي ول؛ خو يو ترې مړ شو. په داې حال كې، چې سږکال دا شمېر ۳۱ ته لوړ شوى او پېنڅه ترې مړه شوي دي.
د عامې روغتيا مسولين وېره څرگندوي، چې كه له نشه يي توكو سره جدي مبارزه ونه شي او پر نشه يي توكو د روږدو كسانو درملنې ته جدي پام ونه شي، ښايي په كندهار كې د ايدز پېښې له دې هم ډېرې شي.