تازه خبرونه
په کندهار کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیته جوړه شوه
په کندهار کي د شنبې په ورځ(د مرغومي ۱۱ کال ۱۳۹۵)د خبريالانو د خونديتوب کميټه جوړه شوه.
د کندهار ولایت مرستیال عبدالعلی شمسي، چې د دې کمیتي مشري هم کوي وايي، دا کمیته به نه یوازي په راتلونکي کې د خبريالانو د کاري چاپېريال د چمتو کولو لپاره کار کوي، بلکي هغه پېښې به هم څېړي، چي مخکې د خبريالانو پر وړاندي رامنځته شوې دي.
ددې ولايت خبريال بشیر احمد نادم وايي؛ اړينه وه، چي امنیتي ستونزو د کمیدو لپاره په تېرو کلونو کې دغه کميته جوړه شوې واى.
خبریال فیض محمد همدرد له دولت څخه غواړي، چې د خبریالانو په وړاندېدې د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره په عملي توګهله دې کميتې سره کار وکړي.
له خبريالانو سره د تاوتريخوالي زياتوالي دولت اړکړ، چي د خبريالانو دخونديتوب لپاره امنيتي کميته جوړه کړي، چي په راتلوونکي کي د پېښو مخه ونيول شي او خبريالانو ته ښه کاري زمينه برابره شي.
خبریال: بریالی رحیمي