روغتيا

په کندهار کې د درملو د تولید یوه لویه کارخونه پرانستل شوه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۶, ۱۴۰۲)

د دوشنبې پر ورځ ماښام مهال په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت د لوړ پوړیو چارواکو په شتون کې د پنځوس میلیون دالرو پر ارزښت د درملو د تولید یوه لویه کارخونه پرانستل شوه.

دولتي چارواکو د درملو له واردوونکیو سوداګرو وغوښتل؛ هغه درمل، چې په هېواد کې دننه توليديږي له واردولو څخه يې باید ډډه وشي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدين عزيزي وایي: په ۱۵ قلمه کې مونږ خود کفا یوو؛ خو هغه دوباره قاچاق کيږي راوړل کيږي. مونږ له دې څخه متاثر يو. آخر ما داسې يو برنامه شروع کړه، چې کوم کسان وارد کوونکي دي او کوم کسان، چې توليدات لري؛ يو مجلس مو جوړ کړ ډېر په مينه او ډېر په انډيوالۍ الحمدالله هغه کوم کسان، چې وارد کوونکي دي له هغوی څخه مو ډېر په احترامانه خواهش وکړ، چې زمونږ دا ۱۵ قلمه دوايي دلته توليد کيږي؛ که له خارجه يې واردات وشي، دوي ته صدمه او ضربه رسيږي.

د خواړو او درملو ملي ادارې رییس داکتر عبدالباري عمر ویلي؛ هغه کسان، چې د وارداتو په برخه کې کار کوي له هغو څخه زما دا هيله ده، چې: محترمو دوستانو! کوښښ دا وکړئ، چې هسې یې کار قانوني دی؛ نور دې هم اصولو ته ځان برابر کړي. هغه دوستان، چې کارونه یې غير اصولي دي؛ يو- يونيم کال مونږ وخت ورکړ؛ ډېره زياته حوصله مو ورسره کړې تاسې هم نور داسې مکوې راځئ د هېمواد اصول راسره ومنئ!

دغه راز له پانګوالو او سوداګرو وغوښتل شول، چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره جهاد پیل کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر خيرالله خيرخواه وایي: د اسلامي امارت مجاهدينو پخپله سرښندنه خپل هېواد د خپل ځان پر غوښو آزاد کړ؛ دوی د بودجې والا نه‌دي، هغه تعليم يافته ندي، چې د خپل ملت د ناجوړۍ او د خپل ملت د نورو مشکلاتو جبران وکړاي شي؛ ځکه اميرالمومنين ويلي، چې دا کسان اقتصادي عسکر دي دا یقينا د دې انقلاب کاملېدل دوی ته پاتې دي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبيح الله مجاهد وایي؛ واقعاً افغنستان د دواو او معالجې په برخه کې محتاج دي. زمونږ مريض له ډېر سخت کړاو سره مخ وي؛ بهرنيو هېوادونوته پر لارې ضايع کيږي، دوا يې مصرفيږي بې اثره وي او پرلاره وفات کيږي.

ذبیح الله مجاهد تویت کړی، چې «سونا فارما» ملي کارخونه به په یوه شفت یا ۸ ساعتونو کې ۵ اعشاریه ۶ میلیون تابلیت، دوه میلیون کپسول او ۶۰ زره بوتله شربت تولید کړي.

د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د “سونا فارما” کارخونې ونډه‌وال ٧١ سوداګر او شرکتونه دي او نور ٥٠ ميليون دالره به يې د غني کولو لپاره ولګول شي.

ذبیح الله مجاهد دا هم ویلي، چې د «سونا فارما» درمل به د ټول هېواد پر کچه د درملو یوه بیه ولري، چې پر درملو لیکل شوي دي.

ملي سوداګرو هم له دولت څخه د دې کار پر وړاندې د يو لړ خنډونو د لرې کولو هيله وکړه .

د سوداګرې او پانګونې خونې مرستيال محمد يونس مومند وایي: افغانستان هم سیمه‌ییزې او هم نړیوالې سوداګرۍ ته اړتيا لري. مونږ له سوداګرۍ پرته نشو کولی، چې له دنيا سره کار و بار ونکړو او حمايوي صنعت په دې خاطر وي، چې په برق کې کمک راسره وکړي، په محصولاتو کې بايد راسره مرسته وکړي. درېيمه مساله دا، چې افغانستان ته زېری ورکوم: افغانستان به د جنوبي آسيا او مرکزي آسيا نښلېدا پر يو ډېر پراخ ترانزيتي مرکز بدل شي. مونږ او تاسې به جنوبي آسيا او مرکزي آسيا سره وصلوو.

د يادونې ده، چې په کندهار کې د خصوصي پانګوونو په لړ کې د درملو د توليد د فابريکې تر څنګ څه موده مخکې د مومند نړېوال روغتون هم فعال شو، چې دا مهال د بهرنيو او کورنيو داکترانو او پرمختللیو طبي تجهيزاتو له درلودلو سره فعاليت کوي.

Trending

Exit mobile version