تازه خبرونه
په کندهار کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د کندهار ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په دې ولایت کې د سړک غاړې یوې بمي چاودنې له څلور ملکي وګړيو خوږ ژوند واخیست او یو بل ټپي شوی دی.
د سیمه ییزو حکومتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه پیښه د ارغنداب ولسوالۍ په باغ پل سیمه کې پر ریکشا ډوله موټر د سړک غاړې له ماین چاودنې رامنځته شوې ده.
چارواکو ویلي، چې په برید کې ماشومان هم وژل شوي دي.
تر دې دمه هیچا د برید مسوولیت ندی منلی.